د کونړ سوداګرو د لومړي ځل لپاره د ۹۱ میلیونو افغانیو په ارزښت پیاز هندوستان ته صادر کړي دي.
دغو سوداګرو وړاندې ویلي چې د شاوخوا یوې میاشتې په اوږدو کې به اته زره ټنه پیاز د پاکستان له لارې هندوستان ته ولیږدول شي.
د کونړ اوسیدونکي او کروندګر هندوستان ته د خپلو حاصلاتو پر صادرولو خوښي ښیي خو دوی له اسلامي امارت څخه د سړو خونو جوړولو، کیماوي سرې او اصلاح شویو تخمونو په برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د کونړ ولایتي مسولینو ویلي، حکومت هڅه کوي چې د کرندګرو محصولاتو ته په کور دننه او بهر د خرڅلاوو مناسب بازار پیدا کړي.
د کونړ ولسونه باور لري چې که کرنه میکانیزه شي او افغان حکومت ورته نړیوال بازارونه ومومي، نو د کروندګرو او هېواد اقتصاد به وده وکړي.