ډېر لوستل شوي

لسګونه هاموې ټانګونه بیارغول شوي

ملي دفاع وزارت نن(سه شنبه، چنګاښ ۱۹مه) غرمه په خپل اېکس د لسګونو هاموې ټانګونو د بیارغونې خبر ورکړی دی.

دا ټانګونه د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د تخنيک او اسلحې مديريت له لوري جوړ او بیاځلې ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

د رغول شویو هاموې ټانکونو شمېر ۱۲۵ ته رسیږي چې ۲۰ پکې د هاموې امبولانسونه هم شامل دي.
د یادې قول اردو ویاند ملا محمد رسول مسعود ويلي چې دغه ټانګونه د دریو میاشتو په اوږدو کې بیارغول شوي دي.

ملي دفاع وزارت په خپل اېکس لیکلي چې د ملي اسلامي اردو منسوبین د بیت المال د اجناسو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې پخوا هم ملي دفاع وزارت د لسګونو زرو نظامي وسایطو د بیارغونې خبر ورکړی وو.

اړوند خبرونه