ډېر لوستل شوي

تر دې وروسته به تر کوره د پاسپورټ رسونې چوپړونه پیل شي

پاسپورټ لوی رییس مولوی عبدالکریم حسیب د دولت د رسنیو په مرکز کې ویلي چې تر دې وروسته به تر کوره د پاسپورټ رسونې چوپړونه پیل شي.

د ښاغلي حسیب په وینا، له افغان پوسټ امارتي شرکت سره د هوکړې پر بنسټ، تر کوره د پاسپورټ رسولو چوپړونه لومړی د سوداګرۍ وزارت غوښتونکو ته وړاندې شوي او په نږدې راتلونکې کې به دغه لړۍ ټول هېواد ته وغځېږي.

د پاسپورټ لوی رییس وړاندې ویلي، د بانکي تعرفو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره، د افغانستان بانک ترڅنګ په نورو بانکونو کې هم د تعرفو تحویلولو لپاره هڅې شوي او کارونه یې په وروستي پړاو کې دي، چې ډېر ژر به په دې برخه کې هم درنو هېوادوالو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

اړوند خبرونه