ډېر لوستل شوي

د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم یو شمېر ټاکنې شوي

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم په بنسټ د دوو مسوولینو دندې تغییرې شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد بېګاه شپه(سه شنبه، چنګاښ ۲۶مه) په خپل اېکس ددې ادلون بدلون خبر ورکړی دی.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له حکم سره سم د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت، د محتسبینو د تعلیم او تربیې مخکینی رییس مولوي کلیم الرحمن، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه او د کډوالو  او راستنیدونکو چارو وزارت مخکینی مالي او اداري مرستیال حاجي ارسلا خروټی، د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شول.

د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم تر دې وړاندې هم د یو شمېر وزیرانو او نورو مسوولینو دندې تغییرې شوې وې. 

اړوند خبرونه