ډېر لوستل شوي

د غاصب رژیم پر وړاندې دې سیمه ییز او نړیوال اقدامات وشي

د بهرنیو چارو وزارت غزه کې د صهیونستانو له لوري پر یوه ښوونځي برید چې شاوخوا سل تنه پکې شهیدان شوي، په کلکو ټکو غندلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن(شنبه، زمري شلمه) په خپل اېکس لیکلي چې
غزه کې د نسل وژنې د مخنيوي لپاره باید د غاصب رژيم پر وړاندې سیمه ییز او نړیوال اقدامات ترسره شي.
صهیونستو هوایي ځواکونو د غزې تړانګې په مرکز الدرج سیمه کې د فلسطیني بې سرپناه وګړو پر یوه ښوونځي برید کړی چې تر سلو زیات کسان پکې شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه