د پروان امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو دې ولایت کې د انسان تښتوونکو هغه درې کسیزه ډله نیولې چې څو ځلې یې له هېواده بهر هېوادوال تښتولي او وهلي وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن(سه شنبه، وږي ۱۲مه) د یادو انسان تښتوونکو د نیونې خبر ورکړی دی. دې غلو موده وړاندې له یوې غریبې کورنۍ د زوی خوشې کېدو په بدل کې ۳۰ زره امریکایي ډالر ترلاسه کړي وو.