د ٢٠٣ منصوري قول اردو لومړۍ پلې لوا د کشف او استخبارتو د مسؤولینو او منسوبینو لخوا یو شمېر وسلې او مهمات ونيول شول.
يادې منصوري قولاردو لومړۍ پلي لوا نن (چهارشنبه، وږي۱۴مه) په خپل اېکس د نيول شويو وسلو خبر ورکړی دی.
مسوولين وايي، په نیول شویو وسلو او مهماتو کې؛ ۷ میله کلاشينکوف، ۴ میله توفنګچې، ۵ قبضي لاسي بمونه، ۳ عدده پرتله، ۴زره او ۷۰۰ فیره دکلاشينکوف مرمۍ، ۱۵۰ فیره د توفنګچې مرمۍ ، ۱ عدد امريکايي خنجر شامل دي. د یادولو وړ ده، چې له دي وړاندې هم د لومړۍ پلې لوا کشفي او استخباراتي مسوولینو د دقیقو راپورونو پربنسټ په سلګونو میله بېلابېلې وړې او درنې وسلې، کشف او نیولې دي.