ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې ټرافیکي پېښې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اړوند رنګ روډ سیمه کې یو ټیلر ډوله موټر، د یو ټوډي، ریکشې او کرولا موټر سره ټکر کړی چې په پایله کې یې د ۳ مېرمنو په ګډون ۵ تنه مړه شوي او ۳ نور ژوبل دي.
د یادو موټرونو د ټکر په پایله کې ټېلر موټر هم اور اخیستی دی.
د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حافظ مولوي عبدالبصیر زابلي ویلي چې د پېښې ځای ته د سره رود ولسوالۍ امنیه قومندانۍ د ترافیکو مدیریت او د ننګرهار اطفايي مدیریت منسوبینو ځانونه رسولي، اور یې مهار او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.
د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې هېواد کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي دي چې ستر دلیل یې د موټرچلونکو نه پاملرنه ده.

اړوند خبرونه