د ستر درستیز لومړي مرستیال حاجي مالي خان صدیق د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو کتنه کړې ده.
ملي دفاع وزارت نن مازیګر(جمعه، وږي ۱۶مه) په خپل اېکس د دې کتنې خبر ورکړی دی.
د ستر درستیز لومړي مرستیال حاجي مالي خان صدیق چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو مرستیال مولوي روحاني او د سرحدي لواء قوماندان مولوي ذاکر یې هم ملتیا کوله، د خوست ولایت، د ځاځي میدان ولسوالۍ د فرضي کرښې په اوږدو کې د سرحدي ځواکونو له امنیتي پوستو څخه کتنه کړې ده.
د ملي دفاع وزارت مسوولینو د یادو سیمو ستونزې ارزولي او د هواري ډاډ یې ورکړی