ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې ټرافیکي پېښې ناوې او ۷ تنه نور ټپیان کړي

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته(جمعه، وږي۱۶مه) یوې ټرافیکي پېښې د يوې ناوې په ګډون د واده ۸ تنه ګډونوال ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو ویلي چې ټپیان د حصارک ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي.
دا پېښه د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو په پایله کې رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې یوې ټرافیکي پېښې د زوم او ناوې ژوند اخیستی وو

اړوند خبرونه