ملي دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت اړوند په جلب او جذب قوماندانۍ کې د پنجشیر او بغلان ولایتونو له بېلابیلو ولسوالیو څخه ۳۴۰ تنه ځوانان د ملي دفاع وزارت لیکو ته په فوق العاده توګ جذب شول.
ياد وزارت په خپل اېکس د ۳۴۰ تنو د جذب خبر ورکړی دی.
ملي دفاع وزارت زياته کړې، چې دغه ځوانان يې د حضرت عبدالله بن مسعود رض جګړهايزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ ته ورپيژندلي دي.
په دې پيژندنه کې د ملي دفاع وزارت لوی درستيز قاري محمد فصيحالدين فطرت ځوانانو ته وويل: «تاسو د اسلامي نظام، ملي ارزښتونو او د هېواد ساتنې لپاره جذب شوي ياست؛ ساتنه يې وکړئ.»
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د يادو ولايتونو څخه په سلګونه تنه ځوانانو د ملي اسلامي اردو ليکو ته جذب شوي دي.