په مالیزیا کې د افغانستان سفیر نقیب الله احمدي او د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رئیس مفتي نور احمد نور د مالیزیا د دیني چارو له وزیر دوکتور داتو محمد نعیم مختار سره کتلي.
په ماليزيا کې د افغانستان سفارت په خپل رسمي اېکس د دې کتنې خبر ورکړی دی.
وړاندې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د وروستیو حالاتو، امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت او ګڼو نورو موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي.
دوکتور داتو محمد نعیم مختار د مالیزیا او افغانستان اړیکې خورا ارزښتمنې بللې دي. ورته مهال مفتي نور احمد نور له افغانستان سره د مالیزیا په نږدې اړیکو خوښي څرګنده کړې او د ښه تعامل او زیاتې همکارۍ له امله یې ترې مننه کړې ده.