هېواد کې په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۷۰۰ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي، چې ټولټال پکې ۱۲۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولینو ویلي چې په دې پېښو کې شاوخوا ۴ زره تنه ژوبل شوي هم دي. که څه هم موټرچلوونکي ښارونو کې ګڼه ګوڼه، د معیاري سړکونو نشتوالی او نور د ټرافیکي پېښې سببونه ګڼي، خو د ټرافیکو عمومي ریاست په هېواد کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د یوې طرحې خبر ورکړی و او زیاته کړې یې وه، چې د برېښنایي مدیریت طرحه به په ۵ ولایتونو کې پلې شي.