ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت له لوري مفتشينو د سمون درې ورځنی سيمينار پای ته ورسېد

د ملي دفاع وزارت د تفتيش رياست د مفتشينو د سمون درې ورځني سيمينار په پايله کې، ۱۰۰ تنو د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

ياد وزارت په خپل اېکس ليکلي، چې مراسمو کې د دې وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد هم ګډون کړی و.

په تر سره شويو مراسمو کې مولوي محمد يعقوب مجاهد د سیمینار‌ له ګډونوالو څخه غوښتنه کړې، چې په ورسپارل شويو دندو ته پاملرنه وکړي او د ولس او نظام په خدمت کې خپلې هڅې ونه‌سپوي.

د ويلو ده، چې ملي دفاع وزارت تر دې وړاندې هم په زرګونه ځوانانو ته مسلکي، حرفوي او پوځي زده کړې ورکړې دي.

اړوند خبرونه