له نشهيي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې معينيت اړوند مديريت مسوولينو په نیمروز ولایت کې ۹۷ کيلوګرامه شيشه کشف او ضبط کړې ده.
ياد وزارت نن (شنبه، وږي۲۴مه) په خپل اېکس، د دې عملياتو په ترڅ کې د دوو شکمنو کسانو د نيولو خبر هم ورکړی دی. دا په داسې مهال ده، چې د کورنيو چارو وزارت وړمه ورځ په مرکز کابل کې هم د نشه یي توکو د پلور په تړاو دری کسان نيولي وو.