کوالالامپور کې د افغانستان لوی سفارت له لوري د ماليزيا صباح پوهنتون د سرو زرو مډال ګټونکی افغان استاد ډاګټر محمد داوود شاه ستايلی دی.
دې سفارت په خپل اېکس ليکلي، د ياد پوهنتون د بایوټکنالوژي څانګې افغان استاد، ډاکټر محمد داوودشاه، چې د یوې بریالۍ څېړنې په پايله کې یې د مالیزیا د صباح ایالت وزیراعلی له لوري د سرو زرو مډال تر لاسه کړی، د افغانستان لوی سفارت سرپرست نقیب الله احمدي لخوا د ستاینلیک او ډالیو په ورکولو ستايلی دی. ياد سفارت همدا راز ويلي، چې د ټولو افغان محصلینو او علمي کدرونو ستونزو ته به په وخت رسېدنه کوي او د هڅونې لپاره به یې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.