ډېر لوستل شوي

د افغان او ایراني لوري د افغانستان په روغتیایي سکټور خبرې کړې

د عامې روغتیا وزات سرپرست مولوي نور جلال جلالي له ایران څخه راغلي پلاوي سره د روغتیا سکټور په تړاو خبرې کړې.
د یاد وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې ښاغلي جلالي د افغانستان د روغتیايي برخې د پیاوړتیا په موخه د نړیوالو په ځانګړي توګه د ایران هېواد همکاري اړینه بللې او په دې برخه کې یې له یاد هېواد سره پر لا ښو اړیکو او دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی دی.
بل پلو ایراني لوري روغتیا سکتور کې د بشپړې همکارۍ او په نږدې راتلونکي کې د یو شمېر روغتیايي پروژو د پیلېدو ډاډ ورکړی.

اړوند خبرونه