ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزارت: له شرعي دورې څخه ۹۴۷ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وازت وايي، د ځانګړو ځواکونو د فرقې قوماندانۍ له شرعي دورې څخه ۹۴۷ تنه ځوان منسوبين فارغ شول.

ياد وزارت په خپل رسمي اېکس د ځانګړو ځواکونو فرقې قوماندانۍ د څلور میاشتني شرعي دورې د عالي زده کړو له ښوونځي څخه د ۹۴۷ تنو د فراعت خبر ورکړی دی.

د فراغت‌غونډې په مراسمو کې دیني علماوو، د شرعي دورې استادانو او مسوولينو، ځوانو منسوبينو ته د اطاعت په اړه لارښوونې کړې دي.

د يادولو ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم سلګونه ځوانانو ته ورته لنډمهاله زده‌کړې ورکړې دي.

اړوند خبرونه