ډېر لوستل شوي

په تېر يو کال کې څه باندې ۱۸۵ زره دوسيې حل شوې

ستره محکمه وايي، چې په تېر یوه کال کې په ټوليزه توګه ۱۸۵ زره او ۵۹۱ دوسیې حل شوې دي.

د سترې محکمې مسوولين وايي، په ټولیز ډول ۲۵۰ زره او ۷۶۲ حقوقي او جزایي قضیې په ابتدائیه، مرافعه او تمیز محکمو کې په دوران کې وې، چې له دې جملې څخه ۲۰۳ زره او ۴۷۸ قضیو ته په ابتدائیه،۳۴زره او ۷۶۲ قضیو ته په مرافعه او ۷زره ۸۹۲ قضیو ته په تمیز محکمو کې رسېدنه شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

د دې محکمې د جزا ديوان عمومي رييس مفتي عتيق الله درويش ويلي، چې د اسلامي امارت د زغیم د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، د کوچني او لوی اختر په مناسبت ۲زره او ۳۰۴ تنه بندیان ازاد شوي او ۱ زره ۹۲۰ تنه نور د اړوندو مراجعو له لوري له تخفیف څخه برخمن شوي دي. د يادې محکمې مسوولينو دغه څرګندونې نن ( پنج‌شنبه، وږي۲۸مه) د حکومت او رسنيو په مرکز کې د امارتي ادارو د تشرېح په مهال کړې دي.

اړوند خبرونه