ډېر لوستل شوي

ارزګان کې په غلاوو تورن کس نيول شوی

د ارزګان امنیتي مسوولين وايي، په دې ولايت کې يي په ډېرو غلاوو تورن کس نيولی دی.

د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند بلال ارزګاني اميد راديو ته ويلي، په ګيزاب ولسوالۍ کې یې یو تن، چې مکررې لویې غلاوې او شوکونې کولې، نيولی دی.

نوموړی وايي، تېره ورځ د ګيزاب ولسوالۍ امنيتي ځواکونه وتوانيدل  دغه کس د يو لړ عملياتو پرمهال له غلا شويو وسايلو سره يو ځای ونيسي. ارزګاني وايي، نيول شوي وسايل خپلو څښتنانو ته سپارل شوي او تورن کس به تر لومړنيو پوښتنو ورسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه