کورنيو چارو وزارت وايي، په مرکز کابل کې له نشهيي توکو سره د مبارزې پوليسو د نشهيي توکو د پلور او لېږد په تور ۲۷ تنه نيولي دي.
دې وزارت په خپل اېکس پاڼه ليکلي، چې له نيول شويو کسانو څخه يې یوه اندازه الکولي مشروبات، چرس او د نشې ګولۍ هم نيولې دي. په ورته مهال، د دې وزارت پولیسو په سمنګان کې ۶، پروان کې ۵، کاپيسا کې ٣ او په پنجشير کې په نشه یي توکو دوه روږدي کسان راټول کړي او روغتايي مرکزونو ته یې لېږلي دي.