ډېر لوستل شوي

له امریکا او ناټو څخه راپاتي ویجاړ وسایط د هوایي ځواک په مټ بیارغیږي

ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک د انجنیرانو په مټ د دوو امریکایي (او.اېچ-۶۰ بلک هاک او اېم.ډي-۵۳۰) الوتکو د بیارغونې خبر ورکړی دی.
یادې چورلکې په تېرو څو میاشتو کې رغول شوي او نن په بریالیتوب سره ازمویل شوي.
د یادونې وړ ده، چې د اشغال د ټغر د ټولېدو پر مهال امریکایي او ناټو ځواکونو سلګونه الوتکې، پوځي وسایط او رادار ویجاړ کړل؛ خو په تېرو دریو کلونو کې د افغان انجنیرانو په مټ لسګونه زره وسایط بېرته رغول شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه