د لغمان امنيتي مسوولين وايي، چې د کابل ـ جلال اباد پر لويه لار د درېيو ترافيکي پېښو له امله يو تن مړ او څه باندې ۵۰ نور ټپيان شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي ويلي، چې تېره ورځ (يکشنبه، تلې ۲مه) د کابل – جلال اباد پر لویه لار، د لغمان اړوند سيمه کې په درېیو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې يو تن مړ او څه باندې۵۰ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، لومړۍ پېښه په ډرونټې سیمه کې د دوو برقي موټرو ترمنځ، دویمه پېښه په کاکڅ سیمه کې د هایس او مرسډیز ډوله موټرو ترمنځ او درېیمه پېښه د دوه سراچه موټرو ترمنځ رامنځته شوې چې پایله کې یې یو تن مړ او شاوخوا ۵۰ نور ټپيان شوي دي.
د ځايي مسوولينو په وينا ټپیان د ننګرهار سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي دي. دوی همداراز د یادو پېښو د رامنځته کېدو لاملونه د موټرچلوونکو بې احتیاطي او ګړندی تګ ښودلی دی.