ډېر لوستل شوي

مولوي محمد یعقوب مجاهد: ځانګړي ځواکونه د نه‌ماتېدونکې او کلکې کلا حیثیت لري

ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو له فرقې څخه د اسلامي ملي اردو د نږدې زرو منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی.
ملي دفاع وزارت په خپل اېکس لیکلي، چې دا منسوبین له سختو تمرینونو او روزنو وروسته فارغ شوي.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، د چارو ادارې مشر
شيخ نورالحق انور، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت الله نجیب، د ملکي او پوځي چارو مسوولینو، علمای کرامو او مجاهدینو برخه اخیستې وه.
ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د دغو ځانګړو ځواکونو په فراغت غونډه کې ویلي، ځانګړي ځواکونه په مجهزو وسلو سمبال دي او له هېواده د هر ډول پېښېدونکې ګواښ پر وړاندې پرېکنده دفاع کوي.
مولوي مجاهد په خپلو خبرو کې ځانګړي ځواکونه د اسلامي نظام د مخالفینو په وړاندې یوه نه ماتېدونکې مستحکمه کلا ياده کړې ده.
همدارنګه فارغو منسوبینو د هېواد د دفاع په موخه د هر ډول سرښندنې ژمنه کړې.
یاده دې شي، چې تر دې دمخه هم ملي دفاع وزارت لسګونه زره تنه له بېلابېلو برخو فارغ او د هېواد ته د چوپړ جوګه ګرځولي دي.

اړوند خبرونه