د کورنيو چارو وزارت وايي، چې مولوي عبدالولي اتقاني د جوزجان د نوي امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع نن (سهشنبه، وږي۱۰مه) د ښاغلي اتقاني د ګومارنې خبر ورکړی دی. د قانع په خبره، د جوزجان نوی قوماندان د ياد وزارت د يو پلاوي، والي او سيمهييزو چارواکو په حضور کې رسمآ خپلې دندې ته ورپېژندل شوی.