د اسلامي امارت د ريیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې ۷مه غونډه ترسره شوې.
د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه غونډه کې په ودانیزو چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او خلکو ته د کار زمینې برابرولو په اړه خبرې شوې دي.
ياده غونډه کې، د کور او ښار جوړونې وزارت ته دنده سپارل شوې چې په دې برخه کې يوه طرحه جوړه کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې غونډه کې د خواف – هرات د وسپنې پټلۍ د لومړي فاز د څلورمې ټوټې ځمکې او د اقینه-اندخوی د لومړي فاز د ۳۰ کیلومتره ځمکې د استملاک په اړه د استول شوي پلاوي نظر منل شوی او لارښوونه شوې، چې ودانیزې چارې یې ژر پیل شي.