ډېر لوستل شوي

خلیل الرحمن حقاني: د کډوالو په نوم کېدونکې مرسته سیده له دوی سره وکړئ

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرې ویرونیکا د کډوالو او راستنېدونکو چارو  د وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره د نوموړي د کار په دفتر کې کتلي دي.

دې ناسته کې په پاکستان او ایران کې د کډوالو پر ستونزو، د جرمني او نورو اروپایي هېوادونو لخوا د کډوالو د جبري ویستلو، یا نورو هېوادونو ته د لېږدولو، د کورني بېځایه شوو پر ځای پر ځای کېدنه او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

ښاغلي حقاني د کډوالو په برخه کې د اروپایي ټولنې له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دوی په نوم کېدونکې مرستې خپله کډوالو ته ورکړئ او دا مرسته باید په بنسټیزو چارو ولګول شي. دواړو لوریو پر یوه ګډو میکانیزم رامنځته کولو هم ټینګار وکړ.

اړوند خبرونه