ارزګان ته د کورنیو چارو وزارت یوه پلاوي په خپل سفر کې ولایتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې؛ تر څو هغه کسان قضایي ارګانونو ته وروپېژني، چې د څاه ګانو سرونه یې نه وي پوښلي.
د ارزګان د والي ویاند اغاولي انعام ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت عمومي ریاست د ولایتي چارو مرستیال شیخ محمد حنیف”ملنګ” په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي دې ولایت ته سفر کړی او ولایتي مسوولینو ته یې په ټینګه د سرلوڅو څاه ګانو له مالکانو سره د جدي چلند سپارښتنه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت په دې حکم کې د هر ولایت مسوولینو ته سپارښتنه شوې، چې خلکو ته د ژورو څاه ګانو د سم پټولو پوهاوی ورکړل شي.