ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت له جګړه‌ييزې قوماندانۍ څخه ۲۱۰ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

ملي دفاع وزارت له عبدالله بن مسعود “رض” د جګړه‌ييزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ څخه د ۲۱۰ تنه ځوانو منسوبين د فراغت خبر ورکړی دی.

ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې فارغو شويو منسوبينو ته سپارښتنې شوې چې د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړي او د کلک عزم او قوي عقيدې پر مټ له هېواد او اسلامي ارزښتونو څخه ساتنه وکړي. د ويلو ده، چې يادو فارغ شويو منسوبينو د هېواد بېلابېلو سیمو کې د اسلامي نظام د ساتنې لپاره چمتووالی ښودلی دی

اړوند خبرونه