ډېر لوستل شوي

د لويو لارو له کاري بهېر څخه د ملا عبدالغني برادر اخند ليدنه؛ مسوولينو ته يې سپارښتنې کړې

د رياست‌الوزرا‌ اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند د ټولګټو چارو وزارت د سرپرست ملا محمد عيسی ثاني په ملتيا د سالنګ له لويې لارې ليدنه کړې ده.

په دې ليدنه کې ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند د قرادادي شرکتونو مسوولينو سربېره، د یادې پروژې عملي کوونکو ټيمونو، فني کارکوونکو او انجنيرانو ته هم سپارښتنې کړې، چې د يادې ملي پروژې کار د غوره کيفيت ترڅنګ په ټاکلي وخت بشپړ کړي.

همدا راز په دې ليدنه کې د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال زياته کړې، چې افغانستان د ټولو ګډ کور او ودانول یې ګډ مسوولیت دی.

د سالنګ لویه لاره، چې د افغانستان شمالي او جنوبي سیمې له یو بل سره نښلوي، د هېواد یو له مهمو او ستراتیژیکو سړکونو څخه شمېرل کېږي.

اړوند خبرونه