د ننګرهار ولایت د مقام په لارښوونه دې ولایت کې د ځنګلونو د ښې ساتنې په موخه یو کمیسیون رامنځته شو.
دا کمیسیون د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریيس مولوي محمد ولي محسن په مشرۍ جوړ شوی، چې د علماوو شورا، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو رياست مسوولين يې غړيتوب لري. دا کمیسیون په پام کې لري، چې د ننګرهار په يوولسو ولسواليو کې د ځنګلونو د ساتنې قومي شوراګانې جوړې او په کار پيل وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې اسلامي امارت د ځنګلونو د ساتنې په موخه د شنې قطعې په نوم ځانګړې قطعه هم رامنځته کړې وه.