ډېر لوستل شوي

د تېر حکومت ۲۷۰۰ تنه نظامیانو د معاشونو د اخیستو لپاره ځانونه ثبت کړي

د کندهار ځایي مسوولینو دې ولایت کې د تېرې ادارې د شاوخوا ۲۷۰۰ تنو نظامیانو د ثبت خبر ورکړی دی.
دغو نظامیانو سره ژمنه شوې، چې درې کاله وړاندې پاتې معاشونه به یې ورکړل شي.
په ثبت شویو کسانو کې ۱۵۰۰ ساتونکي او ۱۲۰۰ افسران شامل دي.
ویل کیږي، چې دې نظامیانو ته د ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال د وري او زمري میاشتې میاشتې معاشونه نه وو ورکړل شوي.

اړوند خبرونه