نورستان کې نن(دوشنبه، لړم اوومه) د پولیو ویروس د مخنیوي په موخه د واکسین لړۍ پیل شوه.
د نورستان عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر امیرالله اقبالي وایي، چې دمګړۍ د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې له پینځو کلونو څخه کم عمره شاوخوا ۴۵ زرو کوچنیانو ته د پولیو واکسین ورکړل شوی.
د نورستان والي قاري زین العابدین عابد په خپلو خبرو کې د عامې روغتیا ریاست له مسوولینو څخه مننه کړې، چې په ښه ډول یې د پولیو واکسین تطبیق ته چمتووالی نیولی.
د یادونې وړ ده، چې د پولیو واکسین دا لړۍ به درې ورځې په بر کې ونیسي.