د کندهار امنیه قوماندانۍ دنشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري په تيره يوه اونۍ کې د نشه یې توکو پر وړاندې ۵۱ عملیاتونه ترسره شوي دي، چې په پایله کې یې ۳ تورن کسان نیول شوي دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشيد وايي، په دغه عملیاتو کې ۲۱۰ ګرامه ښیښه، ۳ کیلو ګرامه چرس، ۲ سیټه موبایلونه هم نیول شوي دي.
هغه زياتوي، د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې ۹.۵ جرېبه ځمکه د بنګو او کوکنارو له کښت څخه هم پاکه شوې او همدارنګه د ښار او ولسوالیو څخه ۹۴ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان راټول شوي او اړوندو روغتونونو ته ورپېژندل شوي.