ډېر لوستل شوي

د سوالګرو د راټولولو کمپاين؛ کابل ښار کې يې له ۱۰۰ ډېر راټول کړي

له نشه‌يې توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې معينيت په کابل ښار کې د څه باندې ۱۰۰ تنو سوالګرو د راټولولو خبر ورکړی.

د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع ويلي، چې له نشه‌يې توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې معينيت د سوالګرو د راټولولو د کمپاين په لړ کې له کابل ښار څخه ۱۰۵ تنه راټول کړي دي.

د نوموړي په خبره، چې دغه راټول شوي کسان د ثبت په موخه اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي. د ويلو ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته کمپاين پيل کړی و، چې په پايله کې يې په سلګونه تنه سوالګر ثبت او اړمنو کسانو ته يې مياشتنی “لګښت” ټاکلی و.

اړوند خبرونه