ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت د وسلو ګرځولو ټول پخواني جوازونه لغوه اعلان کړل

کورنيو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د اسلامي امارت اميرالمؤمنين حفظه‌الله د ۵۱۹ ګڼې فرمان له مخې هيڅ وګړی حق نه‌لري چې په غير قانوني ډول وسله وګرځوي.

د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي، د اسلامي امارت ټول مسوولين، مجاهدين، منسوبين او عام هېوادوال دې، د دې وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو له ساتنې او لېږد څخه ډډه وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې ټول پخواني جوازونه ، خطونه، استعلامونه او مکتوبونه اعتبار نه لري؛ نو د ياد فرمان له مخې کولی شي چې د کورنيو چارو وزارت د جرمونو د کشف او پر وړاندې د مبارزې لوی رياست اړوند د “ډاياک” لوی مديريت له لوري نوي اسناد واخلي.

د ښاغلي قانع په خبره، د اسلامي امارت زعیم اميرالمؤمنين حفظه‌الله د “۱۲۵۹” فرمان له مخې، ټول امارتي مسوولين او عام وګړي کولی شي، چې د تورو ښیښو لرونکو وسايطو د ګرځولو جوازونه هم د “ډاياک” له لوی مديريت څخه ترلاسه کړي. ياد وزارت په دې خبرپاڼه کې زياته کړې، د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو لوی رياست برحاله منسوبينو ته چې په شرايطو برابر وي د ياد مديریت له لوري جوازونه ويشل کېږي.

اړوند خبرونه