ډېر لوستل شوي

د فلسطیني کډوالو پر پناه ځايونو د صهيونيست رژيم بمبارۍ؛ ګڼ ماشومان هم پکې شهيدان شوي

د صهیونیستي رژیم جټ الوتکو په غزه کې د فلسطیني کډوالو پر پناه ځایونو او خیمو بریدونه کړي، چې له امله یې تر ۱۲ زيات بې ګناه فلسطینیان چې ماشومان هم پکې شامل دي شهیدان شوي دي.

د الجزیرې ټلوېزيوني شبکې د خبر له مخې، د صهیونیستي رژیم جټ الوتکو په تېرو ساعتونو کې د غزې ښار په ختیځ کې د “فهد الصباح” پر ښوونځي هوايي بريد کړی دی.

 ويل‌کېږي، چې فلسطیني کډوالو په دې ښوونځي کې پناه اخیستې وه. د دې ټلوېزيون په راپور کې راغلي، چې د غزې جنوب د “خان یونس” په لویدیځ کې د فلسطیني کډوالو خیمې هم بمبار شوې دي.

اړوند خبرونه