ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزير وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې دي.

ښاغلي فطرت نن (دوشنبه، لړم ۲۱مه) په یوه ویډیوي کليپ کې د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې پاکستان دې خپلې ستونزې پر افغانستان نه ور اچوي او داخلي ستونزې دې په خپله حل کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت هېڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي. ملا حمدالله فطرت دغه راز زیاته کړې، چې د پاکستان داخلي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.

هغه یو ځل بیا په ډاګه کړې، چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نشته. دا په داسې حال کې ده، چې خواجه محمد آصف ویلي و، د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه ترسره کېږي او دا کار د تېري په مانا دی.

اړوند خبرونه