ډېر لوستل شوي

هرات کې ګڼ شمېر وسلې او پوځي مهمات نيول شوي

کورنيو چارو وزارت په هرات کې د ګڼ شمېر وسلو او پوځي مهماتو له کشف او ضبط خبر ورکوي.

دې وزارت ويلي، چې له ترهرګرۍ سره د هرات امنيه قوماندانۍ د مبارزې مديريت منسوبينو، ګڼ شمېر کلاشينکوفونه، توپانچې، چره‌ييز ټوپکونه، بېلا بېلې مرمۍ، پوځي مهمات، دولتي انټنونه او یوه اندازه چاوديدونکي توکي کشف او ضبط کړي دي. د يادونې وړ ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې په مرکز کابل کې  ۲۳ تنه د نشه‌يي توکو د لېږ، کارولو او پلور په تور نیولي و.

اړوند خبرونه