ډېر لوستل شوي

ټرمپ د صهيونيست رژيم ملاتړي ته بهرنۍ چارې سپاري

ګڼ‌شمېر امريکايي رسنيو راپور ورکړی، چې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ، مارکو روبيو د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزير په توګه ګماري.

ويل‌کېږي، چې روبيو لومړی اسپانيايي‌ـ امريکايي دی چې د بهرنيو چارو د وزير په توګه به وګمارل شي.

نوموړی د امریکا په سنا جرګه اطلاعاتو او د بهرنیو اړیکو کمېټې کې کار کوي او د فلورېډا ایالت سناتور دی.

د يو شمېر راپورونو له مخې، روبيو په غزه کې د صهيونيست رژيم د روانې جګړې کلک ملاتړی بلل کېږي او غزه کې د روانې نسل‌وژنې مسوول، حماس بولي. دا په داسې مهال ده، چې د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې نوې کابینې د جوړولو لپاره پر هلوځلو بوخت دی او تراوسه یې، د ځینو ادارو لپاره کسان هم ګومارلي دي.

اړوند خبرونه