د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر شرایطو لاندې د اټومي وسلو د کارونې فرمان لاسلیک کړی دی.
دا حکم لږ وروسته له هغې صادر شو، چې جو بایډن اوکراین ته اجازه ورکړې؛ تر څو د امریکا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو سره د روسیې خاوره په نښه کړي.
د روان کال په لومړیو کې پوتین خبرداری ورکړی و، چې لوېدیځ دې کییف سره د لرې واټن ویشتونکو توغندیو مرسته نه کوي او ګواښ یې وکړ، چې دا به په مستقیمه توګه د مسکو او لوېدیځ د جګړې په مانا وي.