ډېر لوستل شوي

دایکندي کې د اوبو رسونې ۱۱ شبکې ګټې اخیستو ته وسپارل شوې

د دایکندي په څلورو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۵۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو ۱۱ شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې ریاست مسوولینو ویلي، چې دا پروژې د اېف.اېچ.اي. موسسې په لګښت په شهرستان، میرامور، اشترلي او پاتو ولسوالیو کې پلې شوي.
ویل کیږي، چې په دغو پروژو کې د نل لیکو، سولري سیسټمونو نصبول، احاطوي دېوال جوړول، د پولي ایتیلین پایپونو غځول او د ۴۰ مجهزو مبروزونو د جوړولو چارې شاملې دي.
یاده دې شي چې دا پروژې به د سلګونو کورنیو د پاکو اوبو ستونزه هواره کړي.

اړوند خبرونه