په ننګرهار کې د ختيځ زون د ملي پولیسو له ښوونيز او روزنيز مرکز څخه ۱۲۰ تنه “افسران او ساتنمنان” له مسلکي او عقيدوي زدهکړو بشپړولو وروسته فارغ شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع نن (شنبه، ليندۍ درېيمه) په خپل رسمي اېکس د افسرانو او ساتنمنانو د فراغت خبر ورکړی دی.
په دغو زدهکړو کې ګزمه، د پلټنې اصول، امنيتي تکتيکونه او مهارتونه شامل وو.
په همدې مهال، مسوولينو د يادو مسلکي زدهکړو موخه د اسلامي نظام پياوړي کول او د يو منظم امنيتي سيستم رامنځته کيدل ښودلي دي.
د مسوولينو په خبره، له دې سره به مجاهدين وکولی شي چې په ښه ډول د اسلامي نظام استازيتوب وکړي. د ويلو ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم په لسګونه تنه ملي پوليس په حرفوي، مسلکي او نظامي زدهکړو روزلي دي.