ډېر لوستل شوي

څه باندې ۱۰ زره هېوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي

په کابل ښار کې د تېرې لړم مياشتې په اوږدو کې څه باندې ۱۰ زره هېوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو د “سمون” خدمتونه وړاندې شوي دي.

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د نفوس د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د روان کال د تېرې لړم مياشتې په اوږدو کې ۱۰ زره او ۵۴۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د “سمون” خدمتونه وړاندې کړي دي.

دغه راز ياد رياست په پلازمینه کابل کې د تېرې مياشتې په لړ کې ۱۳ زره او ۸۷ کسانو ته د زيږون کارتونو سربېره ۱۶ زره او ۶۰ کسانو ته بيا ځلي (مثنی) پېژندپاڼې هم وېشلې دي.

د احصايې او معلوماتوملي ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د يادې مياشتې په اوږدو کې ۱ زر او ۷۴۰ کسانو ته په غير حضوري بڼه د کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه او ۴۰۲ کسانو ته د “مړېنې پارچې” وېشل شوې دي. د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم د يادې ادارې له لوري زرګونه هېوادوالو ته پېژندپاڼې او اړوند خدمتونه وړاندې شوي دي.

اړوند خبرونه