ډېر لوستل شوي

اوکراين د روسيې دوه مهم ځايونه په نښه کړي

اوکراين د روسيې په خاوره کې د تېلو د يوې زېرمې او د هوايي دفاع سیستم یا رادار له په نښه کيدو خبر ورکړی دی.

د اوکراين د وسله‌والو ځواکونو ستر درستيز په يوه بيان کې ويلي، چې د “اطلس” په نوم د روسيې د تېلو زېرمه يې تېره ورځ سهار (جمعه، ليندۍ نهمه) په “رستوف” سيمه کې ويشتلې ده.

اوکرايني ځواکونو دغه راز ويلي، په يو بل جلا بريد کې يې د روسيې اشغال شوې “زاپوريژيا” سيمه کې د رادار يو مرکز په نښه کړی دی. اوکرایني ځواکونو  ادعا کړې، چې په دې برید کې د “هوايي مدافعې” ټول ځای پرځای شوي راکټونه له منځه تللي دي.

اړوند خبرونه