خوست مېشتو ولسونو پر پاکستان د اسلامي امارت ځوابي بريد ستايلی او د نظام په ملاتړ يې پراخ لاريون تر سره کړی دی.
د ياد ولايت د رسنيو دفتر ويلي، چې لاريون کوونکو د پاکستاني پوځ له لوري د پکتيکا د برمل ولسوالۍ پر څلورو سيمو تر هوايي بريد وروسته د اسلامي امارت ځوابي بريد ستايلی او دنظام پر ملاتړ يې شعارونه بدرګه کړي دي.
ياده دې شي، چې دا نښته تېره شپه ناوخته رامنځه شوې چې په پايله کې ۱۹ پاکستاني پوځيان وژل شوي او دوه پوستې يې هم سوځول شوې دي.