د راپورنو له مخې، شهید یحیی سنوار د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د عربي نړۍ د غوره شخصیت لقب ترلاسه کړی.
یحیی سنوار د مصر د رصد شبکې د ټولپوښتنې په پایله کې د ۸۵ سلنه رایو په ګټلو د عربي نړۍ غوره شخصیت نومول شوی. یحیی سنوار د اسماعیل هنیه له شهادت وروسته د حماس جهادي غورځنګ مشر شو؛ خو نوموړی د تېر کال د اکتوبر پر ۱۷مه له صهیونېست پوځ سره په مخامخ جګړه کې خپل روح خدای تعالی ته وسپاره.