له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ویاند ملا جانان سايق وایي، چې د ټول هېواد په کچه او د ژمي په موسم کې د بیړنیو حالاتو لپاره د مرستو رسولو تیاری نیول شوی دی.
د يادې ادارې وياند ويلي، چې دې ادارې په بيړنيو حالاتو کې د هېواد ټولو ولايتونو په ځانګړي توګه زيان منونکو سيمو کې اړمنو کسانو ته پر خپل وخت خوراکي توکي او نورې اړينې مرستې رسولې دي.
نوموړي دغه راز زياته کړې، چې د اټکلي طبيعي پېښو د مخنيوي او زيانمنو کسانو ته پر وخت رسېدنې په موخه يو ستراتيژيک پلان ترتيب شوی دی. له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې وياند له ټولو هېوادوالو غوښتي، هغو سيمو او لارو کې چې د سېلابونو او ډېرو واورو اټکل کېږي له اوسېدو او تګ راتګ څخه ډډه وکړي.