د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په کابل، غور او کندز کې د تېرو دو ورځو په لړ کې له ۲ زره او ۲۱۷ اړمنو کورنيو سره د نغدي پيسو او غير خوراکي توکو مرستې شوې دي.
د ياد وزارت د معالوماتو له مخې، په کابل کې د ۱ زر ۹۳۷ کورنيو هرې يوې ته ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او هرې کورنۍ ته يوه کڅوړه د خوارځواکۍ مواد وېشل شوي دي.
دغه راز په غور کې ۱۴۴ کورنيو سره هرې يوې ته ۱۸ زره ۶۰ افغانۍ او په کندز کې ۱۰۰ کورنيو سره هرې يوې ته څلور کمپلې او د ژمنيو جامو يوه کڅوړه ورکړل شوې.
د مسوولينو په وينا، دغه مرستې په بېځايه شويو، راستنو شويو او بېوزلو کورنيو وېشل وې دي.
د ويلوده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې پر اړمنو کورنيو ورته مرستې وېشلې دي.