د خوست قوماندانۍ اړوند اطفايې مديريت د تېرو شپږو مياشتو په لړ کې د اورلګېدنې ۲۲ پېښو ته پر وخت رسېدنه کړې ده.
د خوست امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر ويلي، له دې سره د شاوخوا ۵۸ ميليونه ۵ زره افغانۍ د سوځېدو او دغه راز د نورو مالي زيان اوښتو مخه نيول شوې ده. همدارنګه په ياده موده کې، د ۱۱۲ مارکیټونو، لوړ پوړیزو ودانیو، پمپ سټېشنونو او ګازو شرکتونو څخه څارنه او سروې ترسره شوې او خاوندانو ته يې په اړوندو برخو کې لازمې لارښونې هم شوې دي.